د ايران څخه په یوه ورځ کې له  زرو زيات  افغان  مهاجر  په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr

د ايران څخه يو زر او 835 تنه افغان مهاجر د ليندۍ په  23 مه د هرات د اسلام قلعې له لارې هېواد ته راستانه شوي. 
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې 324  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.
همدارنګه 19کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او 56تنو ته په وړيا توګه يو يو سيمکارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
دغه راز210 تنه نور له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي