پروان کې سلګونه کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

پروان ولايت کې ۶۶۲ زيانمنو او راستنېدونکو کورنيو ته د ليندۍ په ۲۱ مه نغدي مرستې او ژمنۍ کڅوړې ووېشل شوې.
يادې کورنۍ چې له وړاندې د دې ولايت د مهاجرينو چارو د ادارې له لوري دمرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري يې  ۱۴ زره او ۸۰۰ افغانۍ او يوه د ژمني پوښاک کڅوړه چې ۱۸ قلمه مواد په کې شامل وو ترلاسه کړې.