بغلان کې څه د پاسه سل بابه رغول شوو سرپناوو د سپارلو لړۍ پيل شوه

د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د خبر په اساس د ليندۍ په۲۱ مه ۱۰۱ کورنيو ته د ۱۰۱ بابه رغول شوو سرپناوو د سپارلو لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ له وړاندې دياد ولايت د مهاجرينو رياست تر څارنې لاندې د مؤظفو ټيمونو له لوري سروې او په نښه شوې وې.
د يادونې وړ ده چې هر باب سرپناه (شلتر) دوه خونې، يو دهليز او يو تشناب لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري د ۳ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.