د  پاکستان څخه ۱۰ تنه  افغان  مهاجر  په جبري توګه وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو په اساس ۱۰ تنه افغان مهاجر چې د پاکستان له زتدانونو ازاد شوي وو د ليندۍ په ۱۸مه د تورخم له لاري هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچېنې په وينا، ياد راستنېدونکي د مهاجرينو په ادرو کې له نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه دکډوالو نړۍ وال سازمان ته وروپېژندل شول او همدارنګه د ډنمارک د مهاجرينو شورا له لوري ورته د چاودېدونکو موادو په اړه اړين معلومات وړاندې شول.
د يادونې وړ ده چې له ۱۸ کالو کم عمره راستنېدونکي ماشومان يې د کورنيو د پېژندلو په موخه د بازسازې افغانستان  بلند مؤسسې ته ورپېژندلي دي.