د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي
د ايران څخه يو زرو ۸۳۴ تنه افغان مهاجر دليندۍ په۱۴مه دهرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې۳۵۰ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.
همدارنګه ۴۷ کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۵۴کورنيو ته چې ۱۱۲ تنه کېدل په وړيا توګه يو يو سيم کارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
همدارنګه ۳۰۲ تنه نور راستنېدونکي له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.