د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه يو زر او ۷۶۴ تنه افغان مهاجر د ليندۍ په ۸ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۷۳ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.