بادغيس کې  نېږدې پنځوس کورنيو  د خوراکي توکو مرستې  تر لاسه کړې

anwari_morr
-

د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د ليندۍ په ۸ مه په دې ولايت کې له ۴۸ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
 يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري په بالا مرغاب او قادس ولسواليو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري يې ۴ قلمه خوراکي توکي تر لاسه کړل.