د ايران څخه له دوو زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه ۲ زره او۶۷ تنه افغان مهاجر د ليندۍ په ۵ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۵۷ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول،چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.