د  پاکستان څخه له زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست  د ليندۍ په۴ مه له پاکستان څخه  د  زرو او ۱۱۶  اجباري راستنېدونکو د راستنېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۴۰۲ کورنۍ، چې یو زره او ۱۱۶ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.