د پاکستان څخه له  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د د ننګرهار ولايت  د مهاجرينو چارو رياست  له پاکستان څخه  د ليندۍ په لومړۍ نېټه  د يوزرو او ۶۵۵ تنه افغان مهاجرو د راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ  ۳۲۸ کورنۍ، چې يو زرو او ۶۵۵ تنه کېږې  په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي او د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې   ته ور پېژندل شوي دي.
د يوبل خبر له مخې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د Nove onlus   مؤسسې له عمومي رئيسې سوسانا فيورټي سره په تورخم کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې په ځانګړي توګه د اجباري راستنېدونکو د ستونزو پر حل خبرې وشوې.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس له هغوی څخه د لومړنيو مرستو سربېره د کوچنيو کارونو د برابرولو غوښتنه وکړه.
مېرمن سوسانا فيورټي په په راتلونکي کې له اجباري راستنېدونکو سره د ملاتړ او همکاريو ډاډ ورکړ.