لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د (ACTED) موسسې له لورې دلغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د عويي په ۳۰مه هرې کورنۍ ته۲۳۶۴۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.