له ایران څخه څه باندې زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شول
د لړم په ۲۷ مه یو زره او ۵۹۲ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په وينا، د کورنيو او مجرادانو په ګډون يې ١٨٦ تنه اړ او اړمن کسان وپېژندل شوي او یاد کسان د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.