په کندز ولایت کې له سلو زیاتو کسانو کاري وسایل لاس ته راوړل

د لړم په ۲۵مه په کندز ولایت کې پر ۱۲۰ تنو د خیاطۍ وسایل وویشل شول.
د کندز ولایت د مهاجرینو چارو رئیس په وینا، یادو کسانو تر دې وړاندې د امام صاحب ولسوالۍ په پنځو محلونو کې د شپږو میاشتو له پاره حرفوي زده کړې کړې وې او د روزنیز کورس له پای ته رسېدو وروسته هر ګډونوال ته د خیاطۍ ماشین له وسایلو سره د CECO مؤسسې له خواه وویشل شول.