له پاکستانه څه باندې ۷ زره مهاجرین هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr
-

د لړم له ۲۴مې تر ۲۶مې د تورخم او سپین بولدک له پولو ۷ زره ۵۶۰ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، له یادې پولې څخه۷۶۶ کورنۍ چې ۴ زره ۲۱۲ تنه کیږي د ۴ آزاد شویو بندیانو په شمول د پاکستان له لوري په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

سرچينه زياتوي، يادې کورنۍ د سپين بولدک سرحدي آمریت اداره کې تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ، د ډنمارک د مهاجرت شورا، د خوړو نړۍوال سازمان او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته د مرستو په موخه ور پېژندل شوې دي.

همدارنګه 4 بې سرپرسته راستنېدونکي ماشومان د MPO موسسې ته معرفي شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ،۵۳۴ کورنۍ چې ۲ زره او ۷۳۱ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د تورخم سرحدي آمر په وینا، راستانه شوي کډوال په موظفو کمېټو کې له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.