په سرپل ولايت کې د اجباري راستنېدنکو د ښه راغلاست په موخه موقتي کمپ جوړ شو

anwari_morr
-

د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمریت د راپور پر بنسټ له پاکستان او ايران څخه د اجباري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو او انسجام کمېټې د مرستيال والي په مشرۍ په دغه ولايت کې د راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه د لړم په ۲۴مه موقتي کمپ پرانيسته.

د مرستيآل والي په خبره، ياد کمپ۱۰۰ راستنېدونکو کورنيو ته د روغتيا وزارت په مرسته د لومړنيو اسانتياوو او ګرځنده روغتيايي ټیم په لرولو سره ښه راغلاست ته چمتو دی.