په تورخم کې دوه انتظار ځايونه بشپړ او يو بل يې بشپړېدو ته نږدې دی

د ننګرهار ولايت مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په تورخم کې د راستنېدونکو له پاره دوه انتظار ځايونه د مؤسسو په همکارۍ بشپړ او يو بل يې بشپړېدو ته نږدې دی.
دغه انتظار ځايونه د سوېډن کمېټې په مالي لګښت جوړ شوي، چې ۵۰ متره اوږدوالی، ۱۰ متره پلن والی او ۳۶ تشنابونه لري، چې په يو وخت کې پکې ۸۰۰ تنه ځايږي.
همدارنګه هغه انتظار ځاي، چې د ماشومانو ساتنې نړۍوالې مؤسسې په مالي مرسته جوړ شوی، ۲۵ متره اوږدوالی، ۱۰ متره پلن والی، يوه د اوبو ذخيره، لمريزه برېښنا، ۱۰ تشنابونه او د ماشومانو د لوبو ميدان لري.
درېيم انتظار ځای، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي لګښت سره د کار لاندې دی او بشپړېدو ته نږدې دی، ۵۰ متره اوږد والی، ۱۰ متره پلن والی، د اوبو شکبه، يوه د اوبو ژوره څاه، ۱۳ تشنابونه او د ماشومانو پارک لري او له دې سربېره دوه خېمې، چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلن والی لري د ميرمنو له پاره ځانګړي شوي دي.
د ياد انتظار ځای کار د اوبو د ذخيرې، چې د ۲۰ زره اوبو د ذخيره کولو ظرفيت لري بشپړيږي.