په تورخم کې راستنېدونکو له پاره د کار موندنې کمېټې په يوه ورځ کې نږدې  ۹۰۰ کسان ثبت کړي 

anwari_morr

 د ننګرهار ولايت په تورخم کې د کار موندنې ګمارل شوې کمېټې ۸۴۷ تنه اجباري راستنېدونکي ثبت کړي.
د يادې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ ياد کسان، چې پکې ۶ تنه بکلوريا، يو تن فوق بکلوريا، ۸۸ تنه حرفوي زده کړو لرونکي او ۷۵۲ تنه غريبکاره وو.