بلخ کې ۳۵ اجباري راستنېدونکو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې وشوې

د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې له پاکستان څخه ۳۵ اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو ادارې له لوري په موقتي کمپ کې د مرستو له پاره په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو کڅوړې چې پکې ۹ قلمه مواد او ۳ زره افغانۍ نغدې شاملې وې د بېړنيو حالاتو کمېټې او QASE مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې تر څارنې لاندې وېشل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې ۳۰ نورو بېځايه شوو کورنيو سره په تاتار آباد او نسيم مهدي او تختل پل کې، چې مخکې ور ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته ور ته ۶ زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
همدارنګه ۶۰ بوتله ۵ لېتره غوړي له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو ته د يو تن ملي سوداګر په مالي مرسته د بلخ ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې سره مرسته وشوه.