کندز کې د مرستو د جلب او جذب په موخه  ناسته ترسره شوه

anwari_morr
-

پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو ته د بشري مرستو د جلب او جذب په موخه د کندز ولايت د مرستيال والي په مشرۍ د يو شمېر امارتي ادارو او مؤسسو د رئيسانو په ګډون د لړم په ۲مه تر سره شوه.
د کندز ولايت د والي د دفتر د رئيس مولوي عبدالغفور شهيد زوی او د مهاجرينو چارو د رئيس مولوي عبدالولي محمدي د يادې کمېټې د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د امارتي ادارو، مؤسسو او ملي سوداګرو څخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه او د مؤسسو د استازو له لوري ور سره د همکاريو د دام ژمنه وشوه.
د والي مرستيال مولوي حبيب الرحمن صهيب د همکارو مؤسسو د راتلونکي پلانونو څخه مننه وکړه او د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې يې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.