د نیمروز له لارې له ۲۰۰ زيات مهاجر راستانه شوي

anwari_morr

د نیمروز ولايت له لارې ۲۶۲ تنه افغان مهاجر  د لړم په ۲۱مه هېواد ته راستانه شوي.
په يادو کسانو کې ۲۶ کورنيو ته د ګمارل شوو کمېټو له لورې روغتيايي خدماتو او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د يادو راستنېدونکو له ډلې ۴۷ کورنۍ، چې ۱۹۷ تنه کېږي د راستنېدونکو په موقتي کمپ کې ځای پرځای شوي او  لومړني خدمات ورته وړاندې شوي سربېره پر دې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
همدارنګه يو زرو او ۲۰۰ تنه مجردان هم په ذکر شوې نېټه دغه ولايت ته راستانه شوي دي.