هلمند کې د درېیو پروژو کار پيل شو

د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د درېیو پروژو چې پکې يو پارک او دوه د اوبو شکبې شاملې دي د لړم په ۲۰مه يې د کار د پيل خبر ورکړ.
د ياد ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره د يادو درېیو پروژو کار د لښکرګاه ښار په بولان او نهرسراج سيمو کې د بېځايه شوو کورنيو له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته شروع شو.
سرچينې زياتوي، چې ياد پارک ۱۱ زره او ۹۰۰ متره ځمکه کې جوړيږي، چې پکې د واليبال او کرکيټ ميدانونه او همدارنګه کتاب خانه شامله ده.
د يادو پروژو مالي لګښت ۷ سوه او ۷۵ زره او ۸۱ امريکايي ډالره کېږي، چې په شپږو مياشتو کې به بشپړ او ۶۸۰ کورنۍ به ور څخه برخمې شي.