په تورخم کې د ۲۰ زره راستنېدونکو له پاره د عمري کمپ د نقشې جوړولو کار پيل شو

د ننګرهار ولايت په تورخم کې د ۲۰ زره راستنېدونکو له پاره د عمري کمپ د نقشې د جوړولو کار د لړم په ۱۶مه پيل شو.
د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د لارښوونې پر بنسټ د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستيال فضل باري په مشرۍ د کابل ښاروالۍ د مرستيال مولوي خالد سجستاني، د جلال آباد ښاروال عبدالرازق ضيايي، د تورخم ښاروال ملا برجان، د عشر او زکات د رئيس حاجي شبير او د ياد کمپ د نقشې د جوړولو فني انجينرانو په غړيتوب د کمپ د نقشې د جوړولو کار پيل او ډېر ژر به د پلان مطابق بلاک بندي شي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال وويل،: دا کمپ غير منظم وو او د کرنې وزارت د انجينرانو له لوري نقشه او په بلاکونو به ووېشل شي.
هغه وويل: ياد کمپ چې په ۲۵۰ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې شاوخوا ۴ زره او ۲۵۰ خېمې د ۲۰ زره کسانو له پاره په بلاکونو کې ځانګړې شوي، چې پکې دولتي بنسټونو، مرستندويه مؤسسو، جوماتونو، روغتيايي خدمتونو، سرکونه، مارکيټونه او روغتيايي کار کوونکي پکې په نظر کې نيول شوي دي.
د سرچينې په خبره تر اوسه يو زرو او ۱۹۸ خېمې په ياد کمپ کې نصب شوي او د خېمو د لږولو کار دوام لري.