سمنګان کې له ۱۴ زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د لړم په ۱۴مه په دغه ولايت کې ۱۴ زرو او ۸۴۹ کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

دغه کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري په دره صوف بالا او پاين ولسواليو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د صلح سازان افغان مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې د تلې د ۲۴ څخه د لړم تر ۹ مې نېټې پورې هرې کورنۍ ته ۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.