تورخم کې لسګونه زره اجباري راستنېدونکو ته پاخه شوي خواړه ووېشل شول

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت په تورخم کې د مهاجرينو د ستونزو د هواري عالي کميسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې د لړم په ۱۳مه له پاکستان څخه ۶۶ زره اجباري راستنېدونکو ته د پخو شوو خوړو د وېش خبر ورکړ.

د يادې کمېټې د راپور پربنسټ د تورخم کميسارۍ د لړم په ۱۲مه ۶۶ زره اجباري راستنېدونکو ته پاخه شوي خواړه، چې پکې وچه ډوډۍ، غوښه، وريجې او تصفيه شوې اوبه شاملې وې برابرې او په دواړو کمپونو کې ووېشل شوې.

د ويلوده، چې د تورخم کميسارۍ له يوې مياشتې څخه د ډېرې مودې راهيسې  له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو ته  خواړه او اوبه برابروي او ورته يې وېشي.