باميانو ته د اجباري راستنېدونکو سره د مرستو په موخه د اړوندو ادارو او مؤسسو ترمنځ ناسته وشوه

anwari_morr
-

باميانو ته د اجباري راستنېدونکو سره د خدماتونو د وړاندې کولو په موخه د لړم په ۷مه د باميانو د والي په مشرۍ د يوشمېر اړوندو ادارو د مسؤلينو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
د باميانو ولايت والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي له پاکستان څخه د مهاجرينو د جبري راستنېدو او د هغوی د ستونزو يادونه وکړه او د اړوندو رياستونو او همکارو بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د خپلو امکاناتو له مخې دې په همغږي توګه راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړي او مرستې دې په شفاف او عادلانه ډول ووېشي.