بادغيس کې ۳۵ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۳۵ کورنيو ته د لړم په ۸ مه د مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ چې مخکې د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې وې او بېرته خپلو اصلي سيمو بالامرغاب، قادس او آبکمري ولسواليوته لېږل شوې وې، هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په مالي مرسته ۷۹ زره او ۴۵۰ افغانۍ نغدې وېشل شوي دي.