د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه دوه زره او ۶۹۵ تنه افغان مهاجر د لړم په ۶ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۰۷ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.