د پاکستان او ايران څخه له ۸ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران او پاکستان څخه له ۸ زرو زيات افغان مهاجر د لړم په ۴مه هېواد ته راستانه شوي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ ۷۵۹ کورنۍ، چې ۴ زره او ۳۶۹ تنه کېږي د تورخم له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور پېژندل شوي دي.
د يوبل خبر له مخې ۳ زره او ۷۹۶ تنه افغان مهاجر چې په ايران کې مېشت شوي وو په خپله خوښه او جبري توګه د لړم په ۴ مه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د يادو کسانو له ډلې چې پکې کورنۍ او مجردين شامل وو ۲۷۹ تنه يې اړمن پېژندل شوي وو، چې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې.