د پاکستان او ايران  څخه له ۵  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعې د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ ۳ زره او ۵۹۱ تنه، چې پکې کورنۍ او مجردين شامل وو په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول، چې له ډلې يې ۴۴۵ تنه د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يو بل خبر له مخې يو زرو  او ۵۸۵ تنه افغان مهاجر د هرات ولايت د اسلام قلعې له لارې په خپله خوښه او جبري توګه د لړم په ۳مه هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات ولايت د اسلام قلعې د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د يادو کسانو له ډلې  ۲۷۶ کورنۍ، چې ۵۸۵ تنه کېږي په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او د مهاجرينو چارو ادارې کې د نوم ليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال  سازمان  او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  ته ور پېژندل شوي دي.