خوست کې ۴۹ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۴۹ کورنيو سره د لړم په ۲مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري په صبرۍ او سپېرې ولسولايو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د برک مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته يو سلو ۵۵ زره او ۹۲۵ افغانۍ مرسته ترسره شوې ده.