په پکتيا، نورستان او لغمان ولايتونو کې سلګونه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د پکتيا، لغمان او نورستان ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو له لارې د تلې په ۳۰مه ۳۰۲ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ ۲۰۷ کورنيو سره وروسته له سروې او پېژندنې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ مرسته شوې.
د يوبل خبر له مخې ۸۷ نورو راستنېدونکو کورنيو سره، چې د مهاجرينو چارو ادارې له لوري د نورستان ولايت په نورګرام، دوآب او منډول ولسواليو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو آمريت تر څارنې لاندې ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ نغدې وېشل شوې.
همدارنګه ۸ کورنيو سره چې د پاکستان څخه پکتيا ولايت ته راستنې شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د تلې په ۳۰مه مرستې شوې.
د سرچينې په خبره د يادو کورنيو له ډلې ۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶۱ زره او ۸۰۰ او ۳ کورنيو هرې کورنۍ ته ۳۰ زره او ۹۰ افغانۍ وېشل شوې دي.