د ننګرهار والي له پاکستان څخه  د اجباري راستنېدونکو له موقتي کمپ څخه ليدنه  وکړه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د ننګرهار ولايت والي ملا محمد نعيم آخوند د دغه ولايت د اقتصاد، مهاجرينو چارو او کليو پراختيا رئيسانو په ملتيا د لعل پورې ولسوالۍ اړوند  له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د موقتي کمپ څخه د تلې په ۳۰مه ليدنه وکړه. 
يادو مسؤولينو همدارنګه د تورخم د فرضي کرښې ترڅېرمه رغتيايي او درملنې له مرکزونو، د جبري راستنېدونکو کورنيو د ثبت او شاوخوا سيمو څخه هم څارنه وکړه او د اړوندو ادارو کار کوونکو ته يې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د ويلو ده، چې له پاکستان څخه جبري راستنېدونکي کورنۍ  يوازې د څو ورځو له پاره په موقتي کمپ کې ځای پرځای کېږي اوبيا خپلو اصلي سېمو ته لېږل کېږي.