په هرات ولایت کې د زلزلې له امله تر سلو زیات کسان ټپیان شوي دي
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو ادارې د راپور له مخې په دغه ولايت کې د تلې ٢٣ مې نېټې د زلزلې له امله دوه تنه شهيدان او ١١٧ تنه نور ټپيان شوي او احتمال شته چې دغه شمېر زيات شي.
د هرات د مهاجرينو چارو رييس د دغې ادارې له کارکوونکو سره يوځاى له نورو ادارو سره د همغږۍ په موخه د زنده جان ولسوالۍ په زيانمن شوې سيمه کې حضور لري او د هرات د وروستۍ زلزلې له امله د زيانمن شويو کسانو سروې هم د دغه ټيم له خوا روانه ده.
د یادولو ده چې تېره شپه د زلزلې له امله ۹۰۷ زیانمن شوي کسان چې د باباجي سیمې په يوه ښوونځي کې په ازاده فضا کې بند پاتې وو د مهاجرینو چارو ریاست په انګړ کې انصار کمپ ته انتقال شوي چې د روغتیايي او خدماتي ټیمونو له خوا ور ته خدمات وړاندې کيږي.