په  يو شمېر ولايتونو کې سلګونو کورنيو سره  مرستې  شوې

anwari_morr
-

د تلې د ۸۱۵ څخه تر ۲۰ مې په ۱۳  ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې ۷۱۱کورنيو سره  مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په قندهار، بدخشان، کاپيسا، خوست، ننګرهار، هرات، غزني، بلخ، سرپل، کندز، جوزجان، بادغيس، بغلان او تخار ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يو شمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو په مالي مرسته ورسره د خوراکي توکو، نغدي پيسو، روغتيايي کڅوړو، خېمو، شېدو لرونکو غواګانو، د کورنيو باغچو جوړولو او د صابون د توليد د وسايلو مرستې  ترسره شوې دي.