له  پاکستان څخه سلګونه  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د تلې د ۱۵ مې څخه تر ۲۰ مې نېټې پورې۸۲۰ تنه افغان مهاجر له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک  د مهاجرينو چارو آمر د معلو ماتو له مخې په يادو راستنېدونکوکې ۸۲۰  کورنۍ، چې ۴زره او ۹۷۵ تنه کېږي  د پاکستان له  زندانونو له ۳۹۱ تنو ازد شوو بنديانو سره په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي او د اسلام قلعه په سرحدي آمريت کې له ثبت څخه وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه  د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي، هر راستنېدونکي، ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه او يوشمېر يې چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د سلامت شبکې له لورې يې وړيا درمنله وشوه.
همدارنګه ناروې او د ډنمارک د کډوالو ادارې  په مالي مرسته د حقوقي او عامه پوهاوي د مشورو سربېره هر کس ته د خوراکي توکو کڅوړه ووېشل شوه.