د پاکستان څخه له ۹۰۰ زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د ماجرينو چارو رياست د تلې په ۲۰مه او ۲۱مه د پاکستان څخه د ۹۱۵ کورنيو د راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو له مخې ۹۱۵ کورنۍ، چې پنځه زره او ۳۲۹ تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرينو چارو اداره کې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوې.