بلخ کې لسګونه کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۷۱ کورنيو سره د تلې په ۱۹مه د خوراکي توکو او د صابون د توليد د وسايلو د وېش خبر ورکړ.

د يادو کورنيو له ډلې د فردوسي د مهاجرينو ښارګوټي کې د پکو مؤسسې په مالي لګښت ۲۵ کورنيو ته د صابون د توليد په برخه کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې وې، چې د ۲۱ زره او ۴۰۰ افغانيو په ارزښت ورته د صابون د توليد ۲۲ قلمه وسايل او ۴۶ نورو کورنيو ته د افغانستان او امريکا د دوستۍ بنسټ په مالي مرسته ۱۰ قلمه خوراکي توکي وېشل شوي دي.