د پاکستان له زندانونو۲۶ تنه آزاد شو افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د پاکستان له زندانونو ۲۶ تنه آزاد شوي افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د تلې په ۱۹ مه هېواد ته راستانه شول.
ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو له مخې ياد کسان د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه يوشمېر چې سن یې تر ۱۸ کلنۍ ښکته و د کورنيو سره د پېژندنې په موخه د بازساۍ افغانستان بلند مؤسسې ته وروپېژندل شول.