د پاکستان څخه له ۴۰۰ زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د تورخم له لاري۴۶۱ تنه افغان مهاجر د وږي له ۲۷ څخه تر ۲۹مې نېټې پورې هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر په خبره راستنېدونکې کورنۍ د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره نغدي او د کور د اړتيا وړ توکو مرستې وشوې