بغلان کې بېځايه شوو ته د روغتيا د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

د آغاخان خيريه بنسټ له لورې په بغلان ولايت کې راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د چاپيريال ساتنې د عامه پوهاوي برنامه د وږي په ۲۲مه ترسره شوه.
ياده برنامه د پلخمري ښار د شاه مردان او ويزر آباد په شاوخوا سيموکې ترسره شوه،چې پکې يوشمېر علماوو، مخورو او بېځايه شوو شتون درلود.
د دې برنامې په جريان کې د آغاخان دفتر مسلکي کار کوونکي د برنامې ګډنوالو ته د چاپيريال د پاکوالي په اړه معلومات ورکړل.