بلخ کې سلګونه کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۵۰۰ کورنيو ته د ناروې د ټولنې له لوري د وږي په ۲۰مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.

يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري د دغه ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې( ۷ زره او ۵۰۰ ، ۲ زره او ۱۰۰ ) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.