له ايران څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

له ايران څخه ۸۷۱ تنه افغان مهاجر د وږي په ۱۶ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کورنۍ او مجردان شامل ول، چې له ډلې يې ۴۶۷ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.