بلخ کې لسګونه راستنېدونکو او بېځايه شوو سره مرستې وشوې

د واو موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۲۹ راستنېدونکو او بېځايه شوو سره،چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د وږي په ۱۵مه نغدي مرستې وشوې.
د يادو کسانو له ډلې له سروې او پېژندنې وروسته ۲۷ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ او يوې کورنۍ ته ۲۷ زره افغانۍ ورکړل شوې.