په ايران کې له يومليون څخه زيات افغان مهاجر، د بيمې له خدماتو څخه برخمن کېږي

anwari_morr


په ايران کې د افغان مهاجرينو د اتشې سرپرست عبدالباسط امامي  وايي  د ايران اسلامي جمهوريت د ګارګرانو د ټولنې عمومي منشي  کرمي په  خبره په دغه هېواد کې د افغان مهاجرو له پاره  د بيمې په برخه کې له يو ميليون او دوه سوه زرو څخه زياته سهميه په نظر کې نيول شوې ده او هغوی کولای شي، چې له دې څخه استفاده وکړي.
د هغه په وينا، په ايران کې د مېشتو افغان مهاجرو د کورنيو غړي کولای شي، چې د سرمد او دی د بيمې شرکتونو ته د  ۱۵ ميليونه تومانه کالنۍ بيمې په ورکړې  سره د تقاعد، تکميلي، روغتيايي خدماتو، د کور د سوزېدو او د مسؤوليت د بيمې په ګډون د بيمې له خدمتونو برخمن شي.
سرچينې زياتويوي، که چېرې مهاجر نه شي کولای چې يادې شوې پيسې په يوه وخت کې ورکړي، نو دوی کولای شي چې يادې پيسې د بيمې شرکتونو ته په  قسطونو کې ورکړي څو له يادو خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.