د پاکستان له زندانونو ۲۳ تنه آزاد شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د پاکستان له زاندانونو ۲۳ تنه آزاد شوي او ډيپورت شوي افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د وږي په ۱۳ مه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر په خبره ياد کسان د يوې مېاشتې څخه تر ۳ مياشتو پورې په بند کې وو او له آزادېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
سرچينه زياتوي، چې ياد خلک د ثبت او راجستر وروسته د لومړنيو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول او خپلو اصلي سيمو ته د تلو په موخه ورته کرايه وکړل شوه.
همدارنګه، د يادو راستنېدونکو په منځ کې دوه تنه چې عمرونه يې تر اتلس کلنۍ کم وو، خپلو کورنيو ته د پېژندنې په موخه د لوړ افغانستان جوړونې موسسې ته ور وپېژندل شول.