د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
ـ

     د ايران  څخه  دوه  زر ه او  ۲۸۹  تنه افغان مهاجر د وږي  په ۱۳ مه  هېواد ته راستانه  شول.
د هرات  ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۱۰۱۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.