ننګرهار کې له ۱۰۰ زياتې کورنۍ د نغدي مرستو څخه برخمنې شوې

anwari_morr
-

د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري په ننګرهار ولايت کې ۱۰۸ کورنيو سره د وږي په ۱۲مه نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې مخکې د ياد  ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ  په جلال آباد ښار کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، هرې کورنۍ ته ۲۷ زره افغانۍ ووېشل شوې.