د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

 

     د ايران څخه يو زرو۲۶۹ تنه افغان مهاجر د وږي په ۸ مه هېواد ته راستانه شول.

د  قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۹۴ کورنۍ، چې ۱۱۵۳ تنه کېږي په خپله خوښه او ۱۱۶ تنه نور آزاد شوي افغانان، چې د پاکستان په کراچۍ کې بنديان وو او د بند موده يې له ۳ مياشتو څخه تر ۵ مياشو پورې وه له بنده آزاد او هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره ياد کسان د ثبت، راجستر او اړينو اسنادو له وړاندې کولو وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول او يو شمېر يې چې په بېلابېلو ناروغيو اخته وو د صحي شبکه بين المللي موسسې او کلتور عمومي مدني رواني ادارې له لورې يې وړيا درملنه وشوه.