په ميدان وردګ، غزني او لغمان ولایتو نو کې له ۳۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
_

د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا د لغمان، ميدان وردګو او غزني ولايت د مهاجرينوچارو رياستو په همکارۍ ۳۵۶ کورنيو سره د وږي په ۶ مه نېټه مرستې شوي.

د معلوماتو له مخې  په لغمان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا  ۷۸ کورنيو هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ۲۲ زره او ۵۰۰ او ۲۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ، په په ميدان وردګو کې ۲۶ کورنيو ته په دوو کټګوريو کې ۱۶ زره او ۲۰ زره او د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې په غزني کې ۲۴۳ کورنيو هرې کورنۍ ته په درېیو کټګوريو کې ۱۶ زره، ۲۲ زره او ۱۹ زره افغانۍ نغدې د مهاجرينو چارو ادارو ترڅارنې لاندې توزیع شوې دي.