د ۲۰۰۰ زرو څخه زیات افغان مهاجرین له ایران څخه وطن ته راستانه شول

د ايران څخه دوه زره او ۵۷۵ تنه افغان مهاجر د وږي په ۶مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۶۰۰ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.